جواد ظریف: د ولسمشر ټرمپ اداره د منځني ختیځ لپاره یو ګواښ دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره د منځني ختیځ او نړیوالې ټولنې لپاره یو ګواښ بللی دی.

محمد جواد ظریف پرون پر خپل ټویټر ولیکل چې د سیمې او د نړیوال امنیت او سولې لپاره ریښتینی ګواښ موجود دی او دا ګواښ د ډانلډ ټرمپ اداره ده چې د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ مسووله ده.

ظریف دا څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکې هیلي د وروستیو خبرو په عکس العمل کې کړي دي.

میرمن هیلي د پنجشنبه په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ به راتلونکې اونۍ د امنیت د نړیوالې شورا مشري وکړي چې د ایران په اړه به په کې بحث کیږي.

نیکې هیلي ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ ایران یو خطرناک هیواد ګڼي او په دې باور دی چې ځینې مسئلې شته چې نړیواله ټولنه باید ورته پاملرنه وکړي.

ولسمشر ټرمپ د روان کال په می میاشت له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ کال له اټومي موافقې ووت او یوه میاشت وړاندې يې پر تهران هغه بندیزونه بیا بر حاله کړل چې ددغې موافقې له مخې ځنډول شوي وو.