له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل په سلو کې لس زیات شوی دی

د کډوالو او راستنیدونکو د چارو وزارت وايي په تیره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایران څخه څه د پاسه ۱۷ زره او دوه سوه افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

ددې وزارت ویاند حفیظ احمد میاخیل ازادۍ رادیو ته وویل په راستنو شوو کې څه د پاسه ۱۵ زره له ایران او پاتې له پاکستان ستانه شوي دي:

"له ایران څخه د افغان کډوال راستنیدل په سلو کې لس زیات شوی دی.په مجموع کې د روان م کال له پیل راهیسې تر اوسه پینځه لکه ۷۷ زره او ۳۲ هیوادوال مو له پاکستان او ایران بیرته ستانه شوي دي"

ښاغلي میاخیل وویل د راتلونکې اکتوبر میاشت په لومړی نیټه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ کالنۍ غونډه لري چې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر په مشرۍ به افغان پلاوۍ هم په کې ګډون وکړي.

د هغه په خبره په دې غونډه کې افغان پلاوی کډوالو ته د لا نورو اسانتیاو او د هغوی د راستنیدو له بهیر سره د مالي مرستو پر جلبولو خبرې وکړي.