د افغانستان لوی ملي ائتلاف: مدني اعتراضونه به مو دوام ولري

د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي په راتلونکو انتخاباتو کې له بایمتریک سیستم څخه د کار اخستلو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وروستی اعلان مثبت ګام دی خو دا اقدامات د دوي د مدني اعتراضونو د پایته رسیدو لپاره کافي نه دي.

د یو شمیر سیاسي ګوندونو تر اعتراضونو وروسته ،د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله پرون وویل د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ډیر ژر په راتلونکو ټاکنو کې له بایمتریک سیستم څخه د ګټې اخستلو په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

لوی ملي ائتلاف په دې وروستیو کې په یو شمیر ولایتونو کې د انتخاباتو د کمیسون دفترونه تړلي دي

خو لوی ملي ائتلاف چې په دې وروستیو کې يې د خپلو غوښتنو د نه منل کیدو له امله په یو شمیر ولایتونو کې د انتخاباتو د کمیسون دفترونه تړلي دي ،ټینګار کوي چې ددوي د اعتراضونو د ختیمدو لپاره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید نور کارونه هم وکړي.

ددې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادۍ راډیو ته وویل:

" په دې برخه کې تر اوسه پورې رسمي او عملي ګام نه دی پورته شوی .بیا هم له دې وړوکي ګام هرکلی کوو خو دا د کار پای نه دی.باید یوه ګډه کمیټه جوړه شي چې د بایمتریک پر میکانیزم خبرې وشي. پر دې سربیره زمونږ درې نورې ستراتیژیکې غوښتنې لا نه دي ځواب شوي او تر څو پورې چې زمونو ټولې غوښتنې ونه منل شي مدني اعتراضونه به مو دوام ولري."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله پرون وویل د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ډیر ژر په راتلونکو ټاکنو کې له بایمتریک سیستم څخه د ګټې اخستلو په اړه خپله پریکړه اعلان کړي

لوی ملي ائتلاف په انتخاباتو کې د بایمتریک سیستم د کارولو سربیره د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د یوې مشترکې کمیټې د جوړیدو غوښتنه هم کوي چې د انتخاباتو د کمیسون کارونه او راتلونکې ټاکنې وڅاري.

د یو شمیر سیاسي ګوندونو پلویانو په دې وروستیو کې په قندهار،بلخ،ننګرهار، او هرات کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ساحوي دفترونه وتړل .

امنیتي ځواکونو په ننګرهار او هرات ولایتونو کې بیا دا دفترونه بیرته پرانستلي دي.

د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا وايي ددوي پلویانو پرون په بدخشان ولایت کې هم د انتخاباتو د کمیسیون ساحوي دفتر وتړه او که کمیسیون يې غوښتنې ونه مني په نورو ولایتونو کې به هم ورته اقدامات وکړي.

بل لورته د انتخاباتو کمیسیون وايي له بایمتریک سیستم څخه د کار اخستلو په اړه کار اویا په سلو کې پوره شوی او د ټاکنو ترورځې به موجوده ستونزې حل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي تیره شپه ازادۍ رادیو ته وویل:

" دا چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون له بایمتریک څخه د کار اخستلو لپاره چمتوالۍ لري ،فکر کوم نور څه پاتې نه دي او سیاسي ګوندونه باید ددې کمیسیون د دفترونو د کار مخه ونه نیسي. د خلکو او سیاسي ګوندونو غوښتنو ته په پام کمیسیون له بایمتریک څخه د استفادې په اړه کار پیل کړ چې په سلو کې اویا مخته تللی دی .هیله مند یم چې راتلونکې اونۍ دا په رسمي ډول تائید شي او د افغانستان خلک خبر کړو."

د ولسي جرګې انتخابات به د میزان میاشت په ۲۸ نیټه ترسره شي

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د اعلان له مخې د ولسي جرګې انتخابات به د میزان میاشت په ۲۸ نیټه ترسره شي.

د انتخاباتو د څار بنسټونه بیا که څه هم له بایمتریک سیستم څخه کار اخستل یو مثبت ګام بولي خو اندیښنه څرګندوي چې ښايی د ولسي جرګې انتخابات وځنډیږي.