د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير پر روسي شرکتونو او اشخاصو د امريکا پر تازه بنديزونو انتقاد وکړ.
سرګي ريابکوف وويل، دغه اقدام د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ نړيواله بې ثباتي زياته کړې ده.
ريابکوف دا څرګندونې نن په داسې حال کې وکړې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون د څه باندې دېرشو روسانو او کمپنيو تور لېست اعلان کړ.
ويل شوي دغو اشخاصو او کمپنيو د «مسکو د ناوړه اقداماتو» په تړاو د روسيې له پوځي او استخباراتي ادارو سره اړيکې درلودې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين د امريکا دغه بنديزونه «بې معنى» وبلل او ويې ويل، واشنګټن به پر روسيې «د پاروونکو شرايطو په تپلو کې» بريالى نه شي.
په هغو کسانو کې چې بنديزونه ورباندې لګول شوي، د روسيې د پوځي استخباراتو ١٢ افسران هم شامل دي چې د امريکا ځانګړي مفتش رابرټ مولر د روان کال په پيل کې د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې په لاسوهنې تورن کړي دي.