افغان پلاوی د مسکو د غونډې پر اجنډا له روسي چارواکو سره غږېږي

په مسکو کې د افغان حکومت يوه هيئت د مسکو د غونډې پر اجنډا له روسي چارواکو سره خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت د معين نصير احمد اندېشه په مشرۍ د افغان حکومت دغه هيئت پرون پنجشنبه د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف او د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له معين ايګور مارګلوف سره کتلي دي.

بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د دغه هيئت غړي اکرم خپلواک ازادي راډيو ته وويل، په دې کتنه کې د روسيې غوښتنه دا وه چې د مسکو غونډه دې يو هدف او يوه اجنډا تعقيب کړي، هغه دا چې د افغانستان د سولې د مستقيمو خبرو لپاره څنګه چمتووالى ونيول شي او دا مذاکرې څنګه پيل شي.

ښاغلي خپلواک زياته کړه، د مسکو د غونډې د اجنډا او د برخوالو د فهرست تر نهايي کېدو وروسته به د دې غونډې نېټه مشخصه شي.

په پام کې وه، د مسکو دغه غونډه دوه اوونۍ مخکې د سېپټمبر پر څلورمه وشي.

خو افغان حکومت په دې غونډه کې ګډون ونه کړ او ويې ويل چې د افغانستان په اړه د هر ډول خبرو اترو مشري بايد د افغانانو په لاس کې وي.

د افغان ولسمشر او د روسيې د بهرنيو چارو د وزير تر ټیليفوني مکالمې وروسته دغه غونډه وځنډول شوه.