په فراه ولايت کې د يوه مسافروړونکي او يوه باروړونکي موټر په ټکر کې ١٥ کسان مړه شوي دي.
پېښه نن سهار د فراه ولايت په بکواه ولسوالۍ کې شوې ده.
د فراه د والي وياند ناصر مهري نن سهار ازادي راډيو ته نور جزئيات ورکړل:
"نن سهار يوه ٣٠٤ ډوله مسافر وړونکي موټر چې له هرات څخه کندهار ته روان و، د بکواه ولسوالۍ په پوزک سيمه کې له يوه ټېلر سره ټکر کړى چې په نتيجه کې يې ١٥ تنه وژل شوي دي."
بل خوا د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب ويلي، د ټکر علت د بس د چلوونکي تېز سرعت و.
په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ٣٠ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.