انتونیو ګوترش: برما دې د رویټرز خبري اژانس ۲ خبریالان وبخښي

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د برما له حکومت څخه غوښتي چې د رویټرز خبري اژانس هغه دوه خبریالان دې وبخښي چې د روهنګیا اقلیت د ډله‎ییزو وژنو په اړه د راپورونو له ورکولو وروسته په اووه کاله بند محکوم شوي دي.

ګوترش پرون وویل، دا د منلو نه‎ده چې د رویټرز دا ژورنالېستان دې د خپلې دندې د ترسره کېدو په خاطر په بند محکوم شي.

نوموړي پرون په ملګرو ملتونو کې په یوه خبري غونډه کې وویل، هیله‎مند دی چې د برما حکومت هر څومره ژر چې ممکنه وي، د دې دوو خبریالانو د بخښنې فرمان صادر کړي.

برما په‎دې وروستیو کې د رویټرز خبري اژانس دوه ژورنالېستان وا لون او کیاو سو او په‎دې تور چې ګوندې دولتي اسرار یې رابرسېره کړي په اووه کاله بند محکوم کړل.

دې ژورنالېستانو د برما په رخین ایالت کې د روهنګیا مسلمانانو پرضد د برما د پوځ د هغو ځپونکو عملیاتو په اړه راپورونه خپرول چې له کبله یې له دې ایالت څخه تر۷۰۰ زرو زیات روهنګیا وګړي بنګله‎دیش ته وتښتېدل.