د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د وینا پرمهال د ایران، په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو، کیمیاوي وسلو او شمالي کوریا په اړه خبرې وکړي. پهدې اړه په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې معلومات ورکړي دي.
نیکې هېلې د فاکس ټلوېزیونې شبکې ته پرون پنجشنبه وویل، هغه وخت را رسېدلی چې د ایران په اړه ريښتیني بحثونه وشي او دا هغه څه دي چې ولسمشر به یې د امنیت شورا د مشرتابه پرمهال وکړې.
نوموړي زیاته کړه:
"زه ډاډمنه یم چې د امنیت شورا دا غونډه به یو له ډېرو کتل شوېو غونډو څخه وي. ولسمشر ټرمپ به د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړیو عمومي غونډې ته د سېپټمبر په ۲۵ مه نېټه د رسمي پرانېستې پر مهال وینا وکړي او په سبا به یې د دې سازمان د امنیت د شورا د هغې غونډې مشري وکړي چې بحثونه بهیې پر ایران، د اټمي وسلو په نه خپراوي، او په سوریه او بریتانیا کې د کیمیاوي وسلو په بریدونو راڅرخي."
ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې فاکس نیوز ته وویل، د ایران په اړه ولسمشر فکر نهکوي چې موږ دې ترې لېرې ولاړ شو او یا دې ترې تمرکز لرې کړو.
د نیکې هیلې په وینا ولسمشر ټرمپ فکر کوي چې ایران خطرناک دی او هلته داسې مسئلې شته چې نړیواله ټولنه باید پرې غور وکړي.
ولسمشرټرمپ د مې په میاشت کې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت او پر دې هېواد یې بېرته د بندیزونو لګول پیل کړل. دا تړون له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوی و.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې زیاته کړه چې ولسمشر به په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس سکریپال د مسمومېدو پر قضیه هم خبرې وکړي. بریتانوي چارواکو روسیه د دې کیمیاوي برید مسووله بللې ده.