د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند استازی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړيواله ټولنه د طالبانو د هغو پيسو لاره وتړي چې له نشه يي موادو څخه يې ترلاسه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د هندوستان دایمي استازي د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه وویل، د نشه يي موادو کښت او تولید په افغانستان کې د روانې جګړې عمده مالي سرچینه ده.
سید اکبرالدین وايي چې په منځني ختیځ کې د داعش ډلې د مالي سرچینووچول دغه ډله کمزورې کړې ده، اوس باید دا بریالۍ تجربه په افغانستان کې هم عملي شي.
دا هندی ډیپلوماټ وړاندیز کوي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزې ته پام واړوي او د طالبانو دا لویه مالي سرچینه وچه کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تولید شوي تریاک د اټکل له مخې د نړۍ په سلو کې ۸۵ بلل شوي چې ارزښت یې له یو نیم څخه تر درېيو میلیارډو ډالرو پورې رسېږي. هند باور لري چې اوس باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په عراق او سوریه کې د داعش د مالي سرچینو د وچولو نتايجو ته په پام سره، د طالبانو لهخوا د نشه يي موادو د سوداګرۍ عایداتي سرچنیې هم وچې کړي."
ښاغلی اکبرالدین وايي، داعش د منځني ختیځ له تېلو څخه هرکال ۵۰ میلیارډه امريکايي ډالر ترلاسه کول، خو پر دې سرچینو له نظامي عملیاتو سره سم د عوایدو دا کچه څلورو میلیارډو ډالرو ته راټیټه او د داعش ډله کمزورې شوه.
د ملګرو ملتونو غړي په داسې حال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې غوښتنه کوي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې تقريباً له یوه کال راهيسې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو باندې هوايي بریدونه کوي او تر دې دمه طالبانو او مافیايي ډلو ته پنځه سوه میلیونه امريکايي ډالره زیان اوښتی دی.
د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار وايي چې د نشه يي موادو په تولید کې د سیمې هېوادونه ډېر رول لري.
دی زیاتوي چې کېمیاوي مواد د دې هېوادونو له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي او د دې تر څنګ په افغانستان کې تولید شوي نشه يي مواد هم د همدې هېوادونو له لارې نړیوالو بازارونو ته لاره مومي.
حنیف دانشیار
ښاغلی دانشیار وايي:
"کله چې تریاک په بېلابېلو نشه يي موادو باندې بدلېږي، نور کېمیاوي مواد هم ورسره ګډېږي چې دا مواد په افغانستان کې نشته او د سیمې له هېوادونو څخه راځي. له دې امله په سلو کې څلوېښت سلنه نشه يي مواد د افغانستان په ناامنو سیمو کې توليدېږي او په سلو کې نېږدې شپېته سلنه يې له افغانستانه بهر د سیمې په هېواودونو کې پروسس او تولیدېږي."
هندی ډیپلومات په داسې حال کې له نشه يي موادو سره پر مبارزه ټینګار کوي چې له افغانستانه هند ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې نېږدې ۵۰ کسان د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته د هیروئینو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور په غږ کې هم واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ارسلا راپور