د افغانستان سرحدي پولیسو شپږ تنه بهر ته د نشهيي موادو د قاچاقو په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت لهخوا ازادي راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سرحدي پولیسو د تېرې شمسي میاشتې له پیله بيا تر اوسه پورې په څلورو هوايي ډګرونو کې شپږ تنه قاچاق کوونکي نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي دي.
له نیول شوېو کسانو سره ۲۰کیلو ګرامه هيروئين نیول شوي دي.
له دې موادو څخه ۱۰کیلو او دوه سوه ګرامه يې د بلخ په هوايي ډګر، څلور کیلو او ۲۱۱ ګرامه له دوو قاچاق کوونکو سره د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر، درې کیلو ګرامه هیروئين له یوه قاچاق کوونکي سره د کندهار په هوايي ډګر او یو قاچاق کوونکی له دوو کیلو او ۸۵ ګرامو هیروئینو سره د هرات په هوايي ډګر کې نیولي دي.