په افغانستان کې د ايران لاسوهنه، د اوبو، که د امريکايي پوځيانو د حضور پر سر؟

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپل راپور کې ايران په افغانستان کې ناامنيو ته په لمن وهلو تورن کړى دى.

دغه کلنى راپور چې په ٢٠١٧میلادي کال کې د ټرورېزم په اړه دى، ايران تورنوي چې په سيمه کې د افراطي ډلو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې دننه هم ځينې سرچينې ايران تورنوي چې د اوبو پر سر د لانجې له کبله په افغانستان کې د ځينو افراطي ډلو ملاتړ کوي.

خو ايا ايران يوازې د اوبو د لانجې له کبله په افغانستان کې بېلابېلې لاسوهنې کوي؟

د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح تفصيلي راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي صالح راپور