اروپايي ټولنه د افریقایي هېوادونو سره نېژدې اړیکې ټینګوي

اروپايي ټولنه غواړي چې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د شمالي افریقا له هېوادونو سره نېژدې اړیکې ټینګې کړي.

د اروپايي ټولنې مشرانو پرون د اتریش په سالزبورګ ښار کې په یوه غیر رسمي سرمشریزه کې پریکړه وکړه چې د شمالي افریقا له مشرانو سره به اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي پرلارو چارو خبرې کوي.

د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل اروپايي مشرانو د هغه پلان ملاتړ وکړ چې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي په هڅو کې د شمالي افریقا د عربي هېوادونو د ګډون سپارښتنه کوي.

ښاغلي کورز وویل چې دا به نه یوازې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي، بلکې د قاچاقبرانو پرضد د مبارزې په برخه کې هم یو مهم ګام وي.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وویل، سرمشریزې پریکړه وکړه چې په فبروري میاشت کې به د عربي هېوادونو له مشرانو سره غونډه کوي او له هغو سره به اروپا ته د تلونکو غیرقانوني کډوالو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي.