پرون په ټول هېواد کې د عاشورا مراسم د امن په فضا کې ترسره شول

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي چې پرون په ټول هېواد کې د عاشورا مراسم د امن په فضا کې ترسره شول.

د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد امنیتي- دفاعي ځواکونو د داعش د لسګونه تروریستانو او د یوه انتحاري کس په نیولو سره وکولای شوای د عاشورا د مراسمو لپاره د امن چاپېریال رامینځ ته کړي.

په بیان کې نه دي ویل شوي چې په مشخص ډول د داعش ډلې په کوم شمیر غړي او د هېواد په کومو سیمو کې نیول شوي خو د ملي امنیت عمومي ریاست د سه شنبې په ورځ په کابل کې د داعش ډلې د ۲۶ غړو د نیولو خبر ورکړ.

ملي امنیت ویلي دي چې دې کسانو غوښتل د عاشورا په ورځ انتحاري او ډله ییزې حملې وکړي.