اوکراین وايي پر روسیې د نړیوالو بندیزونو د نرمېدو خطر موجود دی

د اوکراین ولسمشر، پترو پروشنکو خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې پر روسیه د نړیوالو بندیزونو د نرمېدو خطر موجود دی.

ولسمشر پروشنکو نن پنجشنبه د سپټمبر۲۰مه، د خپل پارلمان د کورني او بهرني سیاست کمېټې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که روسیه د کریمیا ټاپو وزمه بېرته ورته ونه‌سپاري، پر روسیې د نړیوالو په بندیزونو کې نرمښت به د نړیوال قانون د ماتې معنی ولري.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په زور د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه.

له هغه راهیسې د اوکراین د حکومتي ځواکونو او د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو ترمنځ په جګړه کې تر ۱۰ زره زیات وګړي وژل شوي دي.

امریکا او اروپايي اتحادیې د کریمیا د الحاق او د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو د روسیې د ملاتړ له امله پر روسیه بندیزونه ولګول.