"م. م": هرات او بادغیس کې د وچکالۍ له وېرې ۲۵۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري فعالیتونو د هماهنګۍ اداره وايي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله د بې‌ځایه شویو وګړو شمېر ۲۵۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په یوه بیان کې چې نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه خپور شو وویل چې یو لک او ۲۰ زره کسان تازه د بادغیس له کلیوالي سیمو مرکز قلعه نو ته کډه شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په بادغیس او هرات کې یو لک او ۹۰ زره کسانو ته د څښاک باکې اوبه رسولې دي.

خو دا اداره وايي چې په بادغیس کې د ملګرو ملتونو د مرستې پروګرامونو شمېر ډېر کم دی.