د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې ۵ پولیس وژل شوي

د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په حمله کې پنځه پولیس وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، عصمت‌الله جهان‌مرادوال نن پنجشنبه د سېپټمبر۲۰مه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د اب‌بند ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه.

د ولایتي شورا د دې غړي په وینا، د وسله‌والو طالبانو د تلفاتو شمېر نه‌دی څرګند.

د غزني ولایت چارواکو تأیید کړې چې حمله شوې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده.

په غزني کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان ادعا کوي چې د غزني له ۱۸ ولسوالیو څخه ډېرې وسله‌والو طالبانو نیولې یا یې لارې بندې دي او د ولسوالیو حکومتي چارواکي د غزني ښار ته کډه شوي دي.