د روسیې په لیرې ختیځ کې د پریمورسکي کرای سیمې انتخاباتي چارواکي وايي چې د سیمې د والي د انتخاب لپاره د وروستیو ټاکنو پایلې یې چې تر لانجې لاندې وې، لغوه کړي.
د روسیې د انتخاباتي ادارو چارواکو نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه وویل چې په ټاکنو کې جدي درغلۍ شوې وې.
د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشرې ایلا پامفیلوا پرون وړانديز کړی و چې په سیمه کې چارواکي په پریمورسکي کرای کې د انتخاباتو د دوهم دور پایلې لغوه کړي.
پاميلووا وویل چې پهدې ټاکنو کې د رأیو صندقونو ته د رأیو پاڼې مخکې له مخکې وراچول شوې وې، رأیې له خلکو په بیه اخیستل شوې وې، پر خلکو زور شوی و چې رأیه ورکړي او د رأیو په حساب کې هم درغلي شوې وه.
د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشرې وویل چې پهدې سیمه کې د ټاکنو پایلو متعجب کړي او چارواکي باید هغه کسان چې سرغړونو تهیې لار برابره کړې وه، مجازات کړي.
پهدې سیمه کې د قانون له مخې درې میاشتې وروسته بیا انتخابات کېدلای شي.
په سیمه کې د کمونېست ګوند پلویانو ادعا کړې چې انتخاباتيې ګټلي وو او په ټاکنو کې د درغلیو په اړهیې د جنايي تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
د کرملېن د پلوي ګوند، متحدې روسيې کاندید په انتخاباتو کې ظاهراً بری ګټلی و.