نن پنجشنبه د سېپټمبر ۲۰مه د محرمالحرام میاشتې ۱۰مه ده.
په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې نن د عاشورا ځانګړي مذهبي مراسم روان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې چې په وروستیو کې د شیعهګانو او هزارهګانو پر سیمو خونړۍ حملې وشوې د عاشورا د مراسمو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، د استخباراتو، کشف، اوپراتیف او عملیاتي برخو کارکوونکي مکلف شوي چې شدید ترتیبات ونیسي.
د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو مسؤلې برخې په شدیدو امنیتي احضاراتو کې دي.
په کابل کې د اقلیت شیعهګانو او هزارهګانو پر سیمو د وروستیو خونړیو حملو مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش اخیستی دی.
د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن د عاشورا په مناسبت په خبرو کې وویل چې پر شیعه مسلمانانو حمله پر ټولو افغانانو حمله ګڼي او ژمنهیې وکړه چې حکومت بهیې د مذهبي اقلیتونو د امنیت ټینګولو هڅې زیاتې کړي.