افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند له صدراعظم نرېندار مودي سره د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د اقتصادي او ټرانزیتي همکارۍ د لا پراختیا په اړه بحث کړی دی.
د جمهوري ریاست په وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې په دغه لیدنه کې چې تېره ورځ شوې، دواړو خواوو د سیمهییز اتصال، د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلېز په پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورنو کې د ګډې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په دغه لیدنه کې افغان ولسمشر د هند له صدراعظم سره دې هوکړې ته رسېدلی چې د هوايي کوریډورنو د پراختیا لپاره به د هند او افغانستان ترمنځ هوايي پروازنه زیاتېږي او دغهشان به د هرات او امرتسر ترمنځ هم هوايي دهلېز پرانیستل کېږي.
د دواړو هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چې د قیمتي ډبرو د پروسس، د صادراتو او د درملو د تولید لپاره به افغان او هندي تخنیکي ټیمونه په خپلو کې ګډ کار کوي.