د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د پلټونکې ادارې سیګار مشر وایي چې د دوی څېړنې ښیي چې د افغانستان د بیارغونې په اړه اکثرو پروژو کې ډېرې پیسې بېځایه لګېدلي.
جان سوپکو دغه څرګندونې پرون چهارشنبه د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې په یوه کنفرانس کې چې له افغانستان سره د کاناډا او امریکا د مرستو د ارزونې په هدف جوړ شوی و، وکړې.
ښاغلي سوپکو د بېلګې په توګه بیا د پروموټ یا د افغان ښځو د وړتیاوو د لوړولو د پروژې یادونه وکړه چې هغهیې تېره اوونۍ په یوه راپور کې ناکامه بللې وه.
امریکا او کاناډا په دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې نن پنجشنبه هم دوام کوي، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د لګولو په برخه کې د پرتو ستونزو او په سمه توګه د دغو مرستو د لګولو پر لارو چارو خبرې کوي.