د پاکستان پخوانی صدراعظم، د هغه لور او زوم له زندانه خوشې شول

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او زوم محمد صفدر تېر ماښام په الوتکه کې له اسلام‌اباده لاهور ته ولاړل.

پرون سترې محکمې د دوی د اداري فساد دوسیه وځنډوله او له هغه وروسته په راولپنډۍ کې له ادیاله زندانه خوشې شول.

د نواز شریف ګڼ شمېر ملاتړي د ده د موټر شااوخوا راغونډ شول او شعارونه‌یې ورکړل چې دی یې صدراعظم دی.

د جولای په میاشت کې محکمې نواز شریف د اداري فساد په تور په ۱۰ کاله بند، د هغه لور په اووه کاله بند او زوم په یو کال بند محکوم کړل او محکمې څرګنده کړه چې دې کسانو په نویمو کلونو کې په لندن کې ګران بیه اپارتمانونه اخیستي دي.

دوی هر یو د څلور زره ډالرو په ضمانت له زندانه ازاد شوي دي.