د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تلې ۲۸مه نېټه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره سره کرښه وبلله.
د دې کمیسیون رئیس عبدالبدیع صیاد پرون وویل چې د ولسي جرګې د ټاکنو په مخ کې هېڅ ډول خنډ د منلو نهدی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په دفتر کې پرون په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ملي او نړیوالو څارونکو بنسټونو ګډه غونډه وشوه.
دې غونډې ته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس دا هم وویل چې ځیني کړۍ هڅې کوي چې دا انتخابات وځنډېږي، خو په دې برخه کې د ولس همکاري شرط ده چې دا ټاکنې په خپل وخت شفافې ترسره شي.
له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د لوی ملي ائتلاف د غړو له لوري د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفترونه تړل شوي دي.