په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.
ښاغلي ابدالي نن چهارشنبه پر خپلې فېسبوک پاڼې افغان ولسمشر ته د استعفا وړاندې کولو متن خپور کړ.
ښاغلي ابدالي په خپل استعفا لیک کې ویلي چې نور په بهر کې د دندې په پای ته رسېدو سره غواړي په کور دننه د خلکو خدمت وکړي.
شیدا محمد ابدالي له څه باندې شپږو کلونو راپدېخوا په هند کې د افغانستان سفیر و.
ښاغلی ابدالي د خپل مأموریت پر مهال د کابل او ډېلي د اړیکو په جوړولو کې یو بریالی سفیر بلل کېږي چې د ده د دندې پر مهال هند له افغانستان سره په پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې بېلابېلي مرستې وکړې.
افغان ولسمشر تر دا مهاله د شیدا محمد ابدالي د استعفا په اړه څه نهدي ویلي.
ښاغلي ابدالي پر داسې مهال له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه چې ولسمشر غني نن په یو ورځني سفر پر یو لړ مسایلو د بحث لپاره هند تللی دی.
تر دې وړاندې داسې ویل کېدل چې ښاغلی شیدا محمد ابدالي غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي.