د امریکا او چین تجارتي جنګ د ګرمېدو په حال کې دی.
سپینې ماڼۍ د سنبلې پر ۲۶مه اعلان وکړ چې د میزان له ۲مې به له چینه د موادو پر وارداتو چې ټوله بیهیې ۲۰۰ میلیارده ډالر کېږي، ګمرکي تعرفه ۱۰ فیصده لوړه کړي.
دا تعرفه به په راتلونکي کال کې ۲۵ فیصدو ته لوړه شي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د نوې تعرفې په اړه په خبرو کې پر چین تور پورې کړ چې ډېر کالهیې له امریکا سره له غیر منصفانه تجارته سوء استفاده کړې او تر دې وروسته دا کار نهشي کولائ.
ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ وویل:
"موږ له چین سره ښه کاروبار لرو، چین ډېره موده له امریکا سوء استفاده وکړه، خو نور یې نهشي کولائ، موږ نور د دې اجازه نهشو ورکولائ، زه او ولسمشر شي ښه ملګري یو، خو ما هغه ته هم ویلي چې داسې نور نهشي کېدلائ، موږ ښايي يو وخت یو جوړجاړی وکړو، خو اوس موږ پر ۲۰۰ میلیارده ډالرو ۱۰ فیصده تعرفه لګوو چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې به ۲۵ فیصدو ته لوړه شي."
د واشنګټن دا پرېکړه به امریکا ته له چینايي پُزي یا بوریایي محصولاتو تر بایسکلو، زنګونو او د داسې نورو ډېرو موادو پر وارداتو اغېز وکړي.
خو ځیني مواد لکه د کوچنیانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي وسایل، د بایسکل ځغلولو لپاره د مصونیت خولۍ، ځیني ورزشي وسایل او د امریکايي کمپنیو اپل او فټ بټ ساعتونه له دې تغییره خوندي ساتل شوي دي.
دا اول وار نهدی چې د امریکا حکومت پر چین د تجارتي تعرفې د لوړولو پرېکړه کوي.
د روان کال په دوبي کې هم د ډونالد ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې پر چینايي موادو چې ټول ارزښتیې ۵۰ میلیارده ډالره دی، د مالیې تعرفه ۲۵ فیصده لوړوي.
په دې اړه نور:
امریکا په چینايي مالونو ۲۰۰ میلیارده ډالره تعرفه لګويپه دې کې یو شمېر مهم چینايي محصولات لکه موټر شامل و.
د امریکا د حکومت تر نوي اعلان مخکې، د چین حکومت خبرداری ورکړی و چې که امریکا تعرفه لوړه کړي د ۶۰ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت پر موادو به تعرفه لوړه کړي.
د چین مالیې وزارت د سنبلې په ۲۷مه وویل چې د تعرفې د لوړولو پرېکړه عملي کوي.
خو ټرمپ چین ته خبرداری ورکړ چې غبرګون دې نهڅرګندوي.
ډونالد ټرمپ زیاته کړه:
"که چېرې زموږ له بزګرو، مالدارانو، صنعتکارانو د غچ اخیستلو هڅه وشي، د نورو ۲۵۷ میلیارده ډالرو بندیز به ولګوو چې هغه به هم ۲۵ فیصده وي."
- د چین او امریکا ترمنځ د دې تجارتي جنګ تاوان چا ته زیات دی؟
د اقتصادي چارو یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې د امریکا له لوري د تعرفې د لوړولو پرېکړه به هغه وسله وي چې امریکا یې چین ته په لاس ورکوي چې د امریکا اقتصاد کمزوری کړي.
یوه چینايي کمپنۍ
ځکه د هغوی په وینا، چین امریکا ته زیات مواد صادروي او کم مواد له امریکا واردوي.
د امریکا په مرېلند پوهنتون کې د اقتصاد استاد پیتر موریچي ازادی راډیو ته وویل:
"د بندیزونو لومړۍ دورې چې ۲۵ فیصده تعرفه وه چین ته چندان تاوان ونهرساوه او دا وار له ۱۰ فیصده تعرفې پیل شوی دی، نو پیکېنګ اندېښنه نهلري، د چین حکومت کولائ شي چې د خپلې پيسې نرخ په مارکېټ کې ثابت یا تر کنټرول لاندې وساتي یا د تولیدوونکو لپاره نرخ لوړ کړي."
د اقتصادي چارو څېړونکي له دې اندېښمن دي چې د واشنګټن او پیکېنګ جنګ به په امریکا کې د سویابین بزګر او یو شمېر کوچني امریکايي شرکتونه چې چینايي محصولاتو لپاره پرزې جوړوي تاواني کړي.
واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې له چین سره په تجارت کې د اعتدال له نشتوالي او د چین له غیر منصفانه چلنده شکایت کوي.
امریکايي چارواکو مکرراً د چین پراختیايي پلان ته اشاره کړې چې «Made In China 2025» ورته ویل کېږي.
د دې پلان له مخې، چین غواړي چې د معلوماتي او روبوت ټکنالوژۍ، د فضايي مأموریتونو د ځانګړو موادو، الکترونیکي وسایطو او ځانګړو طبي موادو لکه بایوفارماسوتیکلس د جوړولو او تولید فابریکې جوړې کړي.
زیات امریکايي او نور بهرني شرکتونه پر چین تور پورې کوي چې په دې ډول، غواړي هغوی له چینايي مارکېټه وباسي یا یې په خپل مارکېټ کې کاروبار محدود کړي.
د امریکا د حکومت د یوې ادارې په حواله، د چین حکومت دې هدف ته د رسېدو لپاره له بېلابېلو تاکتیکونکو کار اخلي، مثلاً چین له امریکايي او نورو کمپنیو غواړي چې چینايي مارکېټ ته د ورتګ لپاره ټکنالوژي ورسره شریکه کړي او ادعا کوي چې هدفيې له انټرنټي یا سایبر حملو مصونیت دی.
د څارونکو په باور، د امریکا او چین ترمنځ د تجارتي کړکېچ دوام به د امریکا عمومي اقتصاد ته زیات تاوان ورسوي.
یو شمېر څارونکي خبرداری ورکوي چې که واشنګټن له پیکېنګ سره په تجارتي کاروبار کې باور وبایلي، اقتصاد يې له بحران سره مخامخ کېدلائ شي.
د چین او امریکا د تجارتي جنګ اغېز په اروپا کې هم محسوس دی.
د اروپا د تجارت خونې د سنبلې په ۲۷مه نېټه وویل چې له دې امله اروپايي کمپنیو ته زیان رسېدلی او حتی د نړۍ د تجارتي کړیو تسلسلیې خراب کړی دی.
- ایا دواړه هېوادونه د دې لانجې د حل لارې ته ګوري؟
سوت چاینا مارننګ ورځپاڼې د سنبلې په ۲۷مه نېټه د یوه چینايي چارواکي په حواله وویل چې پیکېنګ واشنګټن ته د یوه پلاوي پر استولو غور کوي.
خو د یو شمېر څارونکو په باور دا چې ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د چین حکومت د نوې تعرفې د اعلان په وړاندې غبرګون څرګند کړي د ۲۵۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پر چینايي موادو به تعرفه ۲۵ فیصدو ته لوړه کړي د پیکېنګ او واشنګټتن ترمنځ مذاکرو ته ډېر ځای نهپرېږدي.
د هغو کسانو شمېر محدود دی چې فکر کوي چې په دې لانجه کې به چین شاته شي.
د امریکا د تجارت خونې د سې شنبې په ورځ وویل، په واشنګټن کې د زیاتو باورونو خلاف، اټکل کوي چې د چین حکومت به حتماً، مقاومت وکړي.
د امریکا د تجارت د خونې مشر، ویلیم زارېت په یوه بیان کې د لانجې د حل لپاره د جوړجاړي غوښتنه وکړه.