د کندز په قلعهزال ولسوالۍ کې ۶ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د قلعهزال یوې امنیتي سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دې ولسوالۍ په مرکز اقتپې کې له څو لورو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې شپږ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي پهدې بریدونو کې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیقه شمېرهیې معلومه نهده.
بلخوا د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر صفيالله محزون هم دغه بریدونه تأییدوي، خو د تلفاتو په اړهیې څه نهدي ویلي.
تر اوسه طالبانو هم پهدې اړه تبصره نهده کړې.