یمن کې څه باندې پنځه میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي

په یمن کې څه باندې پنځه میلیونه ماشومان اوس د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې یا سېف دې چلډرن دا خبرداری ورکړی دی.

دغه اداره وایي، ۵،۲ میلیونه ماشومان داسې مهال د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي چې د خوړو بیې په لوړېدو دي او د عمده ساحلي ښار حدیده شااوخوا ته جګړې بیا پیل شوې دي.

د سېف دې چلډرن مؤسسې اجرائیه مشرې هیل تورنېنګ سمید نن ویلي چې جګړې د یمن ټول ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي.

د دې په وینا دغه ماشومان له وړاندې د بېلابېلو ګواښونو له بمونو نیولې تر لوږې، ناروغیو او نورو خطرونو سره مخامخ دي.

د یمن شخړې له ۲۰۱۵ کال راهیسې وروسته له هغه راپورته شوې چې ایران پلوه حوثي یاغیانو د دغه هېواد د پلازمېنې صنعا په ګډون ډېری لوېدیځې برخې لاندې کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن د ولسمشر عبد ربه منصور هادي حکومت د بیا پر اقتدار کولو لپاره مداخله وکړه او له حوثي یاغیانو څخه د سیمو د نیولو لپاره‌یې پر هغو سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

په‎دې جګړو کې نږدې لس زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکیان دي.