د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره وکتل

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن نن د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په پیونګ یانګ کې وکتل.

دوی دواړه د لانجو د ختمولو او د کوریا ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو په اړه موافقو ته ورسېدل.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له خپل سیال سره په ګډه خبري غوڼده کې وویل:

"موږ یو پوځي تړون لاسلیک کړ چې د لسیزو را په‎دې خوا د جګړو او دښمنیو تاریخ ختم کړو. موږ دا ژمنه هم وکړه چې کوریا ټاپو وزمه به د اټمي وسلو او ګواښونو په لیرې کولو د سولې ټاټوبی ګرځوو."

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن وویل چې کېم همداراز ژمنه وکړه چې د اټمي وسلو د ازموینې یو سایټ به له‌منځه وړي او د څارنې اجازه به ورکوي.

دا درېیم وار و چې د جنوبي او شمالي کوریا مشرانو سره وکتل او د کېم جونګ اون د ژمنې له مخې ښايي ژر دواړه دا وار د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې سره وګوري.