د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې نیپال ته د ۷۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ترڅ کې یې افغان لوبغاړو هر یوه ریاض حسن ۱۱۷ ناسوځېدلې، بصیر خان شیر ۳۲، عارف خان دولتزي ۲۴ او اعجاز احمد مهران ۱۹ منډې وکړې او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې د نیپال ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.
ورپسې د نیپال لوبډلې خپله توپ وهنه پیل کړه چې له ډېر کم مقاومت وروسته ماته شوه او په ۴۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې وکړې او افغان لوبډلې تهیې خپله ماته ومنله.