د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په بېلابېلو برخو کې صادرات ۳۲ فیصده زیات شوي دي.
د دغه وزارت اداري او مالي معین اجمل حمید عبدالرحیمزي تېره ورځ ناوخته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې افغان حکومت د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول د رامنځته کېدو په لټه کې دی.
نوموړي وویل د صادراتو د یوې پنځه کلنۍ ستراتېژۍ له مخې د تېر کال په پرتله بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه په تېرو اتو میاشتو کې ۳۲ فیصده لوړه تللې ده.
د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت دغه چارواکی وايي چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پیاوړي کېدو لپاره کار کوي چې ورسره تمه ده، د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات به نور هم زیات شي.
د یادونې ده چې افغانستان د تېر ۲۰۱۷ کال د جون میاشتې راپه دېخوا یو شمېر هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو د پروژو د پرانیستلو له لارې هڅه کړې چې د افغان سوداګرو توکي په ارزانه بیه بهر ته واستوي.