اشرف غني نن له غرمې مخکې د هند پلازمېنې نوې ډېلي ته ورسېد

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هند پلازمېنې نوې ډېلي ته ورسېد.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی غني به د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره وګوري.

په بیان کې راغلي چې ولسمشر به تر دې لیدنې وروسته د هند بنسټ له لوري په جوړو شویو مراسمو کې وینا هم وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار په خپل ټویټر لیکلي چې ولسمشر غني ډېلي ته ورسېد او په نوې ډېلي کې یې د ښاري پراختیا د وزیر له‌خوا تود هرکلی وشو.

کمار لیکلي چې د افغانستان او هند ستراتېژيکه ملګرتیا ورځ تر بلې د غښتلې کېدو په حال کې ده.

تمه ده افغان ولسمشر به د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو همکاریو په زیاتولو او همدارنګه د تجارتي او ټرانسپورتي اړیکو پر پراختیا وغږېږي.