په پکتیکا کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو سربند جوړېږي

د پکتیکا ولایت مرکز اړوند په خواجه‌خېلو سیمه کې د ۴۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سربند جوړېږي چې چارې به‌یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

د سې شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یاد سربند د بنسټ ډبره کېښوده او رسماً یې د جوړېدو چارې پیل شوې.

الیاس وحدت وایي:

"د دغه سربند جوړېدل یو اهم ضرورت دی او په جوړېدو سره به‌یې د سیمې لسګونه زره جريبه ځمکه خړوبه او د اوبو سیستم به منظم شي."

د دې پروژې مالي بودجه د نړیوال بانک له لوري ورکړل شوې چې ۱۶ کېلو متره اوږدوالی لري.

د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند خواجه‌خېلو سیمه کې په داسې حال کې د یوه لوی سربند د جوړېدو د بنسټ ډبره ايښودل کېږي چې څو ورځې وړاندې په مرکز ښرنه کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یوه کرنیز فارم د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.