د کورنیو چارو وزیر: د ترورېستانو د ځپلو په هدف بلخ کې پوځي عملیات پيلېږي

د بلخ ولایت اوسېدنکي په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د طالب وسله‎والو او نورو ترورېستي ډلو د حضور له زیاتوالي اندېښنه لري او په خپلو سیمو کې د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

په بلخ کې د چهاربولک، شولګرې، چمتال، دولت‎اباد او شورتپې ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د طالبانو او د دولت ضد نورو وسله‎والو ډلو د نفوس له زیاتوالي شکایت لري او غواړي چې سیمه کې یې امنیت تأمین شي.

دوی وايي چې د دولت ضد وسله‎وال او طالبان‌یې په سیمو کې پر امنیتي پوستو حملې کوي او همداراز عام خلک هم د هغوی له ځورونې په امان کې نه‎دي.

د یادو شویو ولسوالیو څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"خالد رؤفي یم د چهاربولک ولسوالۍ څخه، د چهاربولک ولسوالیو په تیمورک، بیست پيکال او بوست تپه سیمو کې طالبان د سیمه‎ییزو پولیسو پر پوستو حملې کوي، امنیتي وضعیت ښه نه‎دی او دولت باید عملیات ترسره کړي."

"الله مراد روزي بای د شورتپې ولسوالۍ څخه، هره شپه طالبان پر مهمو کسانو او پر دولتي ځایونو حملې کوي، یادو حملو کې عام وګړي هم ټپیانېږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي."

"حبیب اصغري د شولګرې ولسوالۍ څخه یم، په‎دې ولسوالۍ کې طالبان له اوږدې مودې راهیسې حاکمیت لري، دوی کله نا کله چې پر امنیتي پوستو او ولسي پاڅون کوونکو حملې کوي بیا ورته د عام ولس او دولتي ځواک توپیر نه‌شته او ټول خلک قربانوي."

په دې اړه نور:

دفاع وزارت: په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۵ وسله وال وژل شوي

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په بلخ ولایت کې د طالب وسله‎والو او نورو ترورېستو ډلو فعالیت زیات شوی او په پام کې ده چې د بلواګرو د له‎منځه وړلو په خاطر ګډ پوځي عملیات ترسره شي.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د سې شنبې په ورځ مزار شریف کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د بلخ په ناامنه ولسوالیو کې به د ګډو امنیتي ځواکونو له‎خوا د طالبانو د محوې په خاطر عملیات ترسره شي.

هغه وویل، سره له‎دې چې پولیس په بلخ کې د نظامي تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي، خو دوی منظم او قوي پوځي عملیات پلان کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک

ښاغلي برمک وويل:

"هیله لرو چې په ډېر کم وخت کې وتوانېږو، دا عملیات ترسره کړو او د بلخ په ولسوالیو او د مزار شریف په شااوخوا کې موجوده امنیتي ګواښ له‎منځه یوسو."

د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ په مزار شریف کې د پولیسو د ۱۲۰ تنو ځانګړي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

ښاغلي برمک د سې شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د پولیسو د ځانګړو قوتونو شمېر دوه برابره زیات شوی او د یادو ځواکونو یوه قطعه به په بلخ کې د امنیت د ساتلو په خاطر د ملي پولیسو تر څنګ فعالیت کوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې په سرپل، جوزجان، سمنګان او بغلان ولایتونو کې هم امنیتي چارواکي په خپلو سیمو کې د وسله‎والو طالبانو د فعالیت له زیاتوالي خبر ورکوي.

راپور: مجیب‎الرحمن حبیب‎زی