پولیس به د معترضینو پر وړاندې د انتخاباتو د کمېسیون ملاتړ وکړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، که معترضان اجازه ورنه‌کړي چې په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفترونه خپل فعالیت پیل کړي، نو پولیس به بالاخره مجبور شي چې له زوره کار واخلي.

ښاغلي برمک چې مزار شریف ته په یو سفر تللی، دا خبره‌یې پرون سې شنبه ماښام دغلته په یوه خبري غونډه کې وکړه.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې ګوندونه او نور سیاسي او مدني لوري باید خپلې غوښتنې له قانوني لارو مطرح کړي نه دا چې د یوې ملي پروسې مخه ډپ کړي.

ښاغلی برمک زیاتوي:

"طبعاً په پای کې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس مجبور دي چې د قانون له مخې د کمېسیون د فعالیت لپاره چې یو مستقل او ملي بنسټ دی ملاتړ وکړي. که زموږ دوستانو سره اندېښنه موجوده وه بیا پولیس اړ دي چې مداخله وکړي."

د لوی ملي ائتلاف په نوم د سیاسي ټلوالې پلويانو دا مهال په کندهار او بلخ ولايتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفترونه تړلي دي.

تر دې مخکې امنیتي ځواکونو په هرات کې د انتخاباتو د دفتر د پرانیستو لپاره مداخله وکړه او دغلته‌یې هغه اعتراض کوونکي خواره کړل چې د انتخاباتو ځايي دفتر یې تړلی و.