د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو پرون د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې تر بل هروخت زیات د سولې ښه امکان رامنځته شوی دی.
ښاغلي یاماموتو په خپلو څرګندونو کې د سولې په برخه کې د افغان حکومت د رغنده اقداماتو او د هڅو د دوام ستاینه وکړه خو ویې ویل چې ستونزمن پړاوونو لاهم په مخکې پراته دي چې د ده په وینا د ټولو ښکېلو اړخونو انعطاف او ټینګار ته اړتیا لري.
طالبانو ویلي دي چې له امریکا سره خبرو ته چمتو دي خو افغان حکومت او امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې د راتلونکې په اړه هرراز خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي او د طالبانو او امریکايي چارواکو خبرې ځکه مهمې ګڼل کېږي چې دا به د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل پر لور لومړی ګام وي.
یاماموتو وویل، د سولې د خبرو په وړاندې څومره خنډونه چې وي بیاهم نن په تېرو اولسو کلونو کې د پخلاینې تر ټولو ښه موقعیت دی.
د طالبانو مشرانو تېره اوونۍ وویل چې دوی له امریکايي چارواکو سره احتمالا په روانه میاشت کې د خبرو بل پړاو ته چمتو دي.
یاماموتو وویل دی هیله من دی چې وسله وال طالبان به د افغان حکومت هڅو ته مثبت ځواب ووايي او زیاته یې کړه چې د اعتماد جوړونې په برخه کې نور کار ته هم اړتیا شته او په پیاوړي کولو کې یې باید د سیمې مهم لوبغاړي ونډه واخلي.
یاماموتو د اعتماد جوړونې په اقداماتو کې د بندیانو تبادله او په متنازع سیمو کې د کرنې، تعلیم او روغتیا په برخو کې تخنیکي مرستې د مثالونو په توګه یاد کړل.
یاماموتو همداراز وویل، دی د تلې یا مېزان د ۲۸ مې د انتخاباتو په وړاندې د پرتو ستونزو له کبله زیاته اندېښنه لري.
هغه زیاته کړه چې د انتخاباتو چمتووالی او ټولې تخنیکي چارې بشپړې شوي خو د ده په وینا که د افغانستان سیاسي مشران په ټاکلي وخت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره په سوله ییزو او رغنده هڅو کې برخه وانخلي نو ښايي دا انتخابات- چې خورا کم وخت ورته پاتې دی، له خنډونو سره مخامخ شي.
یاماموتو وویل، ملګري ملتونه پوهېږي چې په انتخاباتو کې ښايي په رښتیا درغلۍ وشي خو په دې هم پوهېږي چې د دې لانجمنو انتخاباتو د بې اعتباره کولو لپاره تکتیکي عمدي اقدامات کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي زیاته کړه چې د مېزان د ۲۸ مې او د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخابات به د افغانستان د ځوانو ډیموکراتیکو موسسو لپاره مهمه ازموینه وي.
د انتخاباتو د نوم لیکنې یو مرکز
د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې په ملګرو ملتونو کې افغان سفیر محمود صیقل وویل چې د افغانستان حکومت د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې په لېوالتیا سره تعقیبوي.
ښاغلي صیقل زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ خورا مهم دی.