په بلخ کې ډزو د محقق د وینا پرمهال ګډوډي رامنځته کړه

په بلخ ولايت کې د اجرائيه رياست د دوهم مرستيال د وينا پر مهال د ګڼو ډزو له کبله ګډوډي رامنځته شوه.

د افغان حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق نن غرمه د مزار شريف د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د رسول الله په جومات کې وينا کوله چې د جومات په شا او خوا کې هوايي ډزې پيل شوې.

ځايي امنيتي مسئولانو ازادي راډیو ته په خبرو کې ويلي چې دوی او د ښاغلي محقق خپلو امنیتي مسئولانو د يوه مشکوک کس د احتمالي حملې د تهدید له کبله ډزې کړي.

د دوی په وينا دغه کس د امنیتي خبرداريو پروا نه وه کړې خو وروسته تر تحقيقاتو بېرته خوشی شو.

د بلخ د پوليسو وياند شير جان دراني د دې پېښې په اړه بې خبري څرګنده کړه.

ښاغلي محقق د عاشورا او امام حسین د پاڅون په مناسبت خبرې کولې.