د کرکټ د اسیا کپ سیالۍ: نن هانګ کانک هند سره لوبېږي

د کرکټ د اسیا کپ سیاليو په څلورمه لوبه کې نن سې شنبه هانګ کانک د هندوستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

هانګ له دې وړاندې په پاکستان هم لوبه بایللې ده او که دا سیالۍ په هندوستان وبایلي نو له سیالیو بهر کېږي.

د دغه سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې افغانستان بیا د سریلانکا په وړاندې ستره بریا ترلاسه کړه.

پچه افغانستان وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته۲۵۰ منډې هدف ورکړ.

په منډه جوړونکو کې رحمت شاه تر نورو ډېرې ۷۲ منډې وکړې، احسان جنت په ۴۵ او حشمت شاهدي بیا په ۳۷ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې سریلانکا ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او د سیالۍ په ۴۲ اوور کې يې په داسې حال کې ټول لوبغاړي وسوځېدل چې ۱۵۸ منډې يې درلودې.

افغانستان د دې بریا په ترلاسه کولو د سیالیو دوهم پړاو او سریلانکا خپل کور ته لاړه.

افغانستان به د روانې میاشتې په شلمه د پنجشنبې په ورځ له بنګله دیش سره مخامخېږي.