یاماموتو: افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهيسي تر ټولو ښه موقف کې دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي، دغه هېواد له ۲۰۰۱ میلادي کال راهيسې په تر ټولو ښه موقف کې دی چې له طالبانو سره د سولې په خاطر د خبرو پروسه پیل کړي.

خو تداميچي ياماموتو چې پرون‌یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې خبرداری ورکړ چې د سولې توافق ته د رسېدو لاره ستونزمنه ده، خو په دې اړه بايد لېوالتيا دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وويل هيله‌من دی چې د افغان حکومت هڅو ته طالبان ورته غبرګون وښيي.

ده زیاته کړه چې اړتيا ده د سيمې هېوادونه او نور ښکېل هېوادونه هم دا هڅې پياوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ وويل، له امریکا سره د خبرو دوهم پړاو ته چمتو دي.