د افغان ولسمشر دوهم مرستيال وايي، د انتخاباتو د کمېسيون د دفترونو تړل د افغانانو له اساسي حقونو سرغړونه ده.
ښاغلي سرور دانش نن په کابل کې د عاشورا په مناسبت په خبرو کې وويل چې داسې کارونه د ډموکراسۍ او د خلکو د ګټو پر وړاندې دي.
ده زیاته کړه:
"هغه ورځ چې د انتخاباتو او رأی ورکولو دروازې د خلکو پر مخ بندې شي، د ژوند ټولې سولهيیزې لارې د خلکو پر مخ بندېږي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف پلويانو په دې وروستیو کې په يو شمېر ولايتونو کې د انتخاباتو کمېسيون دروازې تړلي.
دوی ادعا کوي چې د دغه کمېسيون کارونه شفافیت نهلري.