امریکا په چینايي مالونو ۲۰۰ میلیارده ډالره تعرفه لګوي

امریکا سر له راتلونکې اوونۍ په چینايي مالونو د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت تعرفه لګوي.

د امریکا حکومت پرون دا اعلان وکړ چې د نړۍ د دوه سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ یو نوی اقتصادي ټکر بلل کېږي.

نوې تعرفې به د لاسي بکسونو، وریجو او منسوجاتو په شمول د چین پر تقریباً ۶ زره موادو ولګېږي.

چین د روان کال په ترڅ کې پر پیکېنګ د امریکا د ۵۰ میلیارده تعرفې په عکس‌العمل کې د امریکا پر سویابینو او نورو کرنیزو محصولاتو تعرفه لوړه کړه.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که چین د دې اقدام په عکس‌العمل کې پر امریکايي موادو تعرفه ولګوي، نو پر چینايي موادو به د تعرفې لوړولو درېیم پړاو پیل کړي.