په هلمند ولایت کې پر ۲۷ زره زدهکوونکو قرطاسیه وېشل کېږي.
د هلمند ولایت د پوهنې د ریاست مسؤلین وايي، سږ کال تر ۳۰ زره زیاتو ماشومانو نوې نوم لیکنه کړې ده چې هڅه کوي ټولو تازه شاملو شویو زدهکوونکو ته کتاب او قرطاسیه ورسوي.
که څه هم په هلمند کې د پوهنې پر وړاندې ستونزې خورا ډېرې دي چې ویل کېږي اوسني رئیسيې د بېځایه ګمارنو د مخنیوي، غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او د تړلو ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې هڅې چټکې کړې دي.
د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په لښکرګاه کې هغه ښوونځي ته تللی دی چې پر زدهکوونکو يې قرطاسیه وېشل کېږي.
ازادي راډیو ته ډېرو زدهکوونکو د کتابونو د کمبود له امله شکایتونه کړي دي.
بشپر راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی کېږي:
Your browser doesn’t support HTML5