د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې جګړه د سرتېرو کار دی، که د پولیسو؟

د دولت د وسله‌والو مخالفانو په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ د سرتېرو په څېر جګړه کوي او ډېر تلفات هم ورکوي، خو نه د سرتېرو په شان په وسلو مجهز دي او نه هم له ورته مالي امتیازاتو برخه‌من، دا د افغانستان پولیس دي.

پولیسو تېره میاشت په غزني ښار کې د وسله‌والو طالبانو د پراخې حملې په وړاندې مقاومت وکړ او د دغه ستراتېژیک ښار په دفاع کې یې ۹۰ غړي ووژل شول.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د غزني له پېښې وروسته د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د وسله‌والو مخالفینو په حملو کې لسګونه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو پر امنیتي چارواکو انتقاد دا دی چې د دولت د وسله‌والو مخالفانو په وړاندې د جګړې مخ ته وړل، د افغان سرتېرو کار دی، نه د پولیسو او یو علت هم چې ډېر پولیس د ناامنیو په پېښو کې وژل کېږي، د پولیسو له‌خوا همدا د یوې بلې دندې چې د هغې لپاره نه دوی روزل شوي او نه هم په وسلو سمبال شوي، مخ ته وړل دي.

په غزني کې د محمد زمان په نوم یوه پولیس روېټرز ته ویلي چې پولیس هم د خپل هېواد لپاره جګړه کوي، خو له هغو امتیازاتو او درناوي چې سرتېري ترې برخه‌من دي، دوی نه‌دي.

هغه په دې اړه د خپلې نارضایتۍ د څرګندولو تر څنګ پر حکومت انتقاد وکړ چې په غزني کې پولیسو ته ډېر تلفات ورسېدل، خو نه ورته پاملرنه وشوه او نه‌یې هم تر اوسه تنخواوې ترلاسه کړې دي.

په هغه راپور کې چې د امریکا دفاع وزارت په تېره مارچ میاشت کې خپور کړی، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د واقعي ۳۱۳ زره او ۷۲۸ غړو له جملې، ۱۲۹ زره او ۱۵۶یې افغان ملي پولیس ښودل شوي چې دا د امنیتي ځواکونو د ټاکلي ۳۵۲ زره کسیز تشکیل په چوکاټ کې د پولیسو په سلو کې ۱۱ کموالی په ډاګه کوي.

د روېټرز د راپور په بنسټ، د تېر کال د یوه پلان له مخې، د افغانستان سرحدي پولیس او د عامه نظم پولیس د دفاع وزارت په تشکیلاتو پورې تړل شوي او د دې کار هدف دا و چې د عادي پولیسو جزوتامونه د قانون د تنفیذ چارو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د پنټاګون د راپور له مخې، په تشکیلاتو کې له دغه بدلون سره سره د پولیسو د رول په اړه، د پام وړ بدلون په برخه کې پرمختګ ډېر ورو دی.

د غزني له پېښې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې مخکې له دې چې د افغانستان پوځ د وسله‌والو طالبانو په وړاندې عملیات پیل کړي، پولیسو په یوازې سر ۲۸ ساعته مقاومت کړی و.

په راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې پولیسو د طالبانو د حملې په وړاندې چټک عکس‌العمل وښود، خو په دې خاطر یې ماته وخوړه چې دوی د طالبانو په وړاندې د جګړې لپاره سم روزل شوي نه‌وو او نه‌یې هم هغسې وسلې درلودې.

د روېټرز د راپور له مخې، دې ته په پام سره چې طالبانو ډېرې سیمې لاندې کړي او د ولایتونو پر مرکزونو یې حملو ته زور ورکړی، داسې ښکاري چې د پولیسو رول لا په زیاتېدو دی، په تېره بیا د تلې میاشتې د انتخاباتو د امنیت د ډاډمن کولو په برخه کې چې وسله‌والو مخالفینو یې د ګډوډولو ژمنه کړې ده.

بهرنیو مرستندویانو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو چې ټاکل شوې، روان کال د افغانستان پولیسو ته ۷۶۶ ميلیونه ډالر بېل کړي، له اوږدې مودې راهیسې یې د پولیسو د تنخواګانو د پروسې د ښه کولو، د پولیسو له لیکو د فاسدو مشرانو د لیرې کولو او د خیالي پولیسو په نوم د تشکیل د له‌منځه وړلو په ګډون، د پراخو اصلاحاتو لپاره غږ اوچت کړی، خو په وروستیو کې د غزني د پولیسو او په ټوله کې د پولیسو شکایتونو حکومت دې ته اړ کړ چې د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره نوې ژمنه وکړي او هم پولیسو ته نوې ښې وسلې او وسایل ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې په راتلونکې یوه میاشت کې به پولیس نور په ډېرو حساسو ځایونو کې د تلاشۍ په پوستو کې نه‌وي، بلکې د ملي اردو سرتېري به هلته ځای پر ځای شي.

دغه چارواکي د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط دغه‌راز ویلي چې په نوي مالي او دفاعي بودجه کې به د پولیسو تنخواوې هم زیاتې شي.