ټرین باګو نایټ رایډرز د کرکټ لوبډله د ویسټ انډیز غوره لیګ اتله شوه

ټرین باګو نایټ رایډرز د کرکټ لوبډلې د درېیم ځل لپاره د ویسټ انډیز غوره لیګ سیالیو اتلولي په‎خپل نوم کړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې امازون واریررز لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره د ټرین باګورنایټ ایډرز لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د ټرین باګو نایټ رایډرز لوبډلې ورکړل شوی د لوبې په ۱۸ اوور کې د ۲ وکټو په زیات سره ترلاسه او لوبه یې د ۸ وکټو په توپیر وګټله.

کولن مونورو په دغه لوبه کې ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او د پایلوبې د غوره لوبغاړي ترڅنګ د کره بین پریمرلیګ سیالیو غوره لوبغاړی هم ونومول شو.