د کابل د فوټبال ۱۶ کلنو لیګ سیالیو په لړ کې فجر افغان د میوند لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اردو او استقلال لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په لومړۍ لوبه کې د فجر افغان لوبډلې د میوند لوبډلې ته ۳ د ۲ د ګولونو په پایلې سره ماتې ورکړه او دوهمه لوبه بیا د استقلال او اردو لوبډلو ترمنځ ۳ د ۳ په وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د نن ورځې په لوبه کې د اریا ټارګټ لوبډله د طاق ظفر لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي.
دغه سیالۍ د تېرې يکشنبې په ورځ د ۱۴ لوبډلو په ګډون د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پېل شوي چې يوه میاشت به دوام کوي.