ارزګان: په ترینکوټ ښار کې ترافیکي پېښې یو ماشوم وژلی

د ارزګان د ولایتي روغتون مسوولین وايي، په ترینکوټ ښار کې ترافیکي پېښې له کبله یو ماشوم وژل شوی او یوه ماشومه نجلۍ او یو د پاخه عمر سړی په‎کې ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې ترافیکې پېښه د عامه نظم د پولیسو د هاموې ټانک او یو ملکي موټر د ټکر په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

د ارزګان امنیه قوماندانۍ په‎دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان يې نن سهار ۱۰ بجې د ترینکوټ ښاره روغتون ته ور وړي دي.

په ارزګان کې په ځانګړي توګه مرکز ترینکوټ کې په وروستیو کې ترافیکې پېښې زیاتې شوي چې وخت ناوخت په کې د امنیتي ځواکونو موټر ښکېل وي.