له فراه ولایت څخه په ورکړل شوېو راپورونو کې ویل شوي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه په بالا بلوک او پشترود ولسوالیو کې پر درې پوستو بریدونه کړي چې پهکې لږ تر لږه ۱۵ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پشت رود په ولسوالۍ کې د وسلهوالو په لومړنۍ حمله کې د امنیتي ځواکونو ۵ سرتېري وژل شوي.
د ښاغلي مهري په وینا دوهم برید د فراه – فراه رود پر لویه لاره د پولیسو په دوو پوستو شوی چې پهکې لس افغان سرتېري او ۵ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
له فراه څخه په یوه بل خبر کې راغلي چې د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي د دوشنبې په ورځ د اعتراض په توګه د فراه ـ فرارود ترمنځ لاره تړلې وه.
معترضان پر هغه څه چې دوی یې د فراه د ګمرک تړل کېدل بولي اعتراض لري.