دفاع وزارت: په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۵ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغانستان په څو ولایتونو کې د تعرضي، کوماندويي او هوايي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ وسله‎وال وژلي او اووه تنه نور‎یې ټپیان کړي دي.

له دفاع وزارته د دوشنبې د ورځې په سهار په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د یکشنبې د ورځې راهیسې ۱۳ شریک تعرضي عملیات، ۱۱۵ کوماندويي دندې او ۹ هوايي بریدونه کړي دي.

دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا مرګ ژوبله یې وسله‎والو ته د میدان وردګو په سید‎اباد، د بلخ په چاربولک، د کندهار په شاولي کوټ، د پکتیکا په متاخان، د پکتیا په زرمت، د هلمند په مارجې او د کونړ په وټه‎پور ولسوالیو طالب او داعش وسله‎والو ته اړولې ده.