د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، هغه خلک دې ونیول شي او قانون تهدې وسپارل شي چې په غزني کې د اګسټ میاشتې په جګړه کې یې له وسلهوالو سره یو ډول نه یو ډول مرسته کړې وي.
د دغه شورا مرستیال «له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د غزني ولایت د اوسېدونکو د ملاتړ» په غونډه کې وویل:
"د جګړې په درېیمه او څلورمه ورځ د غزني د پښتوناباد په سیمه کې ځینو کسانو وسلهوالو طالبانو ته د پولیسو، دولتي کارکوونکو، نظامي کارکوونکو کورونه ورښودل. موږ له دولته په ټینګه غوښتنه کوو چې دغه کسان دې قانون ته وسپاري."
امانالله کامران
دا چې ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو دولتي او نظامي چارواکو هم ویلي وو چې پهدغه جګړه کې له ناغېړي کوونکو کسانو سره به قانوني چلند کېږي.
بلخوا د غزني ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال فرید احمد مشعل د غزني د ولایتي شورا غړو ته ډاډ ورکوي او وايي:
فرید احمد مشعل
"هغه کسان چې هر ډول مرستهیې له وسلهوالو سره کړې وي هغه به نیول کېږي."
د غزني د ولایتي شورا د غړو تر څنګ ځیني ولسي خلک هم وايي، د غزني په وروستۍ خونړۍ جګړه کې ځینو کسانو له وسلهوالو سره د دولتي او نظامي کار کوونکو د کورونو په ورښودلو کې مرسته کړې ده چې وروسته دغه کورنیو ته زیان اوښتی وو.
راپور: حبیبالرحمن تأثیر