د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس خبردارى ورکړ چې د دغه کمېسيون د ولايتي دفترونو تړل کېدل، به د را روانو انتخاباتو د ځنډ سبب شي.
ګلاجان عبدالبديع صياد نن يکشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل:
"هغه څوک چې په دغو اقداماتو لاس پورې کوي هغوى انتخابات له تاخير سره مخامخوي او بيا انتخابات پر خپله نېټه نه کېږي."
راپورونه وايي، د ملي لوى ائتلاف پلويانو په هرات، کندهار او بلخ ولايتونو کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دفترونو د تړلو اقدام وکړ.
اعتراض کوونکي د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بايومټريک سيسټم پر کارولو ټينګار کوي.
خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي، وخت کم دى او په را روانو انتخاباتو کې له بايومټريک سيسټم څخه استفاده ممکنه نهده.