د هلمند والي وايي، د هدفي وژونکو او چسپکي ماینونو په تړاو يې یوه ډله نیولې ده.
په لښکرګاه کې په دې وروستیو کې د هدفي وژونو او چسپکي ماینونو پېښې مخ په ډېرېدو دي.
د شنبې په ماښام د پولیسو یو افسر هغه مهال ووژل شو او درې نور ټپیان شول چې د لښکرګاه د لمړۍ حوزې اړوند سیمو کې يې په موټر پورې نښلول شوی ماین وچاودېد.
د لښکرګاه له اطرافو د دې وروستۍ پېښې ځای ته راغلو ځوانانو ازادي راډيو ته ویلي چې د جنګ دواړه غاړې دې سوله وکړي، کنه په ورته چاودنو کې به د ملکي کسانو ژوند ته ګواښونه نور هم ډېر شي.
په دې اړه نور حال د الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د هلمند راپور