د هرات امنيه قومانداني وايي، پوليسو نن یکشنبې د اعتراض کوونکو د تحصن هغه خېمې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته يې درولې وې، ټولې کړې.
د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادي راډيو ته وويل، دوى چا ته اجازه نه ورکوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر وتړي.
ده وويل چې د ائتلاف ځينو غړيو له سرتېرو سره شخړه کړې، ځينې کسان نيول شوي او ورڅخه تحقيقات روان دي.
په هرات کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مسوولې منعمې سادات وويل، د دوى کار کوونکي بېرته خپل کارونو ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کندهار کې د لوى ملي ائتلاف غړيو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر وتاړه.
دوى ټينګار لري چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکي انتخابات دې د درغليو د مخنيوي لپاره د بايومټريک سيسټم په مرسته وشي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون تر دې مخکې ټينګار کړى چې دغه انتخابات به له درغليو پاک وي.